_ کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
په بلخ ولايت کې څه ناڅه زر تنه ميرمنو د ليک لوست د زده کړې له نهه مياشتنۍ زده کړې له دورې وروسته نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ د بلخ ولايت د پوهنې رياست دليک لوست د زده کړې دڅانګې مسوول نصيراحمد احمدي ددغو ميرمنو دفراغت په غونډه کې وويل چې د روان هجري لمريز کال په بهير کې دخصوصي بنسټونو په همکارۍ يو ويشت زره تنه دليک لوست له زده کړې وروسته فارغې شوي دي چې دتيرکال په نسبت د ليک لوست د زده کوونکو شمير يې څلورو زرو تنو ته لوړکړى دى.
احمدي وويل ؛ په راتلوونکي روزنيز کال کې د بلخ ولايت دپوهنې رياست دليک لوست دزده کړې آمريت د دغه ولايت په کچه دپنځه ويشت زرو تنو زده کوونکو دجذبولو توان لري .
ده ددغه آمريت يوه ستونزه د روزنيزو امکاناتو او دليک لوست د زده کړې په برخه کې دمسلکي ښوونکو نشتوالى وباله.
دغه راز يوشمير ميرمنې چې ليک لوست يې زده کړى دى وايي ؛ چې
اوس کولاى شي په ښارکې لوحې او پتې ولولې او په کور کې هم له خپلو ماشومانو سره دهغوپه درسونو کې مرسته وکړي. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل