امنیت

د شهيدانو له کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختردکب دمياشتې نهمه
د پکتیکا والي  د ارګون ولسوالۍ د پیر کوتي له اوولسو زیانمو شويو کورنیو سره مرسته وکړه.
د پکتيکا والي محمد الیاس وحدت باختر اژانس ته وویل چې په دغو مرستو کې د هر شهيد کورنۍ ته دېرش زره افغانۍ او د اړتیا لومړني توکي شامل دي.
د يادونې وړ ده، دغه مرسته د هغو ملکي وګړو له کورنيو سره وشوه چې يوه اوونۍ وړاندې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په پیر کوتي سیمه کې د ماین په چاودنه کې دوولس تنه وژل شوي و او پنځه تنه نور ټپيان و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته