امنیت

په تخارکې د ١٩ تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲٣ مه
نولس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په تخار ولایت کې ووژل شول .
د ځانګړو عملیاتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفور نورستاني د باختر آژانس خبریال ته وویل چی دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کومانډویانو په عملیاتوکی ووژل شول .
نورستاني زیاته کړه چې په دغو عملیاتوکې ١٢ تنه نور وسله وال طالبان ټپیان شوي او د دښمن دوه موټرونه هم ویجاړ شوي دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته