
کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
دنيمروز له ولايت څخه اماتور انځورګر خدابخش بلوڅ نن خپله يوه تابلو دسوغات په ډول داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري ته ورکړه .
دغه اماتور انځور ګرڅو ورځې مخکې دخپل انځور شوي اماتور نندارتون په ملي نګارستان کې جوړ کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغې تابلو دورکړې په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست يوځل بيا له هنرمندانو او دفرهنګ له کارکوونکو سره ددغه وزارت په همکارى باندې تينګار وکړ .
په همدې حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دنيمروز ولايت دتاريخي عايداتو دسروې په موخه يو هيئت دغه ولايت ته واستول شي .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په روان ميلادي کال کې په نيمروز ولايت کې درې تاريخي څلي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لارې بيا رغول شوي دي .
ختم_ ف _ اکرم