سیاست

دجمهور رييس فوق العاده استازي دعامه ګټو لپاره دمشارکت په غونډه کې ګډون وکړ .

کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود دعامه ګټو لپاره دمشارکت په دويمه غونډه کې چې دافغانستان دمدني ټولنې دانستيتوت له خوا جوړه شوې وه ګډون وکړ .
دجمهور رييس دفوق العاده  استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دجمهور رييس فوق العاده استازي دخبرو په ترڅ کې دعامه ګټو لپاره دمشارکت  ددويمې غونډې جوړول دافغانستان دمدني ټولنې دانستيتوت نوښت وباله او څرګنده يې کړه چې دغه شان حرکتونه په هېواد کې دبدلون پيل دى او مدني ټولنه  مسووليت لري چې ددغو پروګرامونو له لارې ددولت پاليسي اوسياستونه وڅاري او دخلکو اړتياوې  حکومت ته وليږدوي .
ده داصلاحاتو او ددولت دپاليسو دتطبيق په بهير کې دمدني ټولنې همکارۍ مهمې وبللې او ويې ويل چې په تير يوکال کې هغه اصلاحات چې رامنځته شوي دي دمدني ټولنې له غړو سره دهمکارۍ  زيږنده  دي او په بيلابيلو موضوعګانو کې دټولنيزو  ډلو شتون به دحکومت دپاليسيو په تطبيق کې اغيزمن وي .
دجمهور رييس فوق العاده استازي دمدني ټولنې دډلو ، دولت او دخصوصي برخې ترمنځ دارتباطاتو په رول  باندې ټينګاروکړ او څرګنده يې کړه چې پراخې اړيکې به ديو نوي فرهنګ درامنځته کيدو سبب شي او نوى فرهنګ دټولنې دعصري کيدو زمينه برابروي .
دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود وويل چې په ټولنه کې د بدلون لپاره دې ته اړتيا ده چې ټول زاړه او وراسته جوړښتونه په نويو معقولو او ټولنيزو جوړښتونو بدل شي .
  دجمهور رييس  فوق العاده استازي دخپلې وينا په يوه برخه کې وويل: هېواد له دوديزې ټولنې څخه په عصرې ټولنې دبدليدو په حال کې دى او دمدني ټولنې  ډلې دفرهنګ جوړولو په لاره کې مهم رول لري چې دټولنې په اقتصادي  ،ټولنيزاو سياسي پرمختګ کې کيدايى شي رغنده وي .
دجمهور رييس  فوق العاده استازي دخلکو دستونزو دحل کولواو ددغه شان پروګرامونو دجوړولوپه لاره کې دمدني ټولنې دبنسټونو دهڅو او هاندله امله مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته