امنیت

په هرات کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .

کابل باختر د  مرغومي پنځلسمه :
په هرات ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار دپښتون  زرغون او شينډنډ د ولسواليو په ګن ميشتو ساحو کې پنځه ماينونه کشف اوشنډ کړل .
دهرات  دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل وسله والو طالبانو غوښتل چې ددغو ماينونو  په ښخولو سره ملکي وګړو ته يولړ مرګانۍ  پيښې  رامنځته کړي خوبريالي نه شول
ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته