سیاست

اجراييه رييس : حکومت داساسي قانون له مخې په هېواد کې دسولې او ثبات دتامينولو په لاره کې دهر راز سوله ئيز حرکت ملاتړ کوي .

کابل باختر مرغومي  اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله داسحق زو دقوم دسراسري شورا له غړو سره وکتل او دسولې، له تروريزم سره دمبارزې ، بيا رغونې ،انډوليزې  ودې او دټولنيز عدالت دتامينولو په برخو کې ددوى غوښتنې وڅيړلې .
داجراييه  رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
داسحق زو دقوم دسراسري  شورا غړو په دې کتنه کې وويل داسحق زو قوم دهېواد په بيلابيلو ولايتونوکې ژوند کوي خو په تير حکومت کې ددوى دستوګنې  په سيمو کې دبيا رغاونې ، پوهنې ، روغتيا او نورو برخو کې هيڅ راز پاملرنه  نه ده شوې . خو اوس دملي وحدت له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ددغه قوم دستونزو حل ته ځانګړي پاملرنه وکړي .
دوى دغه راز دهېواد له اجراييه رييس  سره دخپلو خبرو په دوام څرګنده کړه داسحق زو قوم دسولې او امنيت دتامينولو او ددښمنانو دځپلو په لاره کې  دملي وحدت حکومت دپروګرامونو ملاتړکوي او په دې برخه کې له حکومت سره هراړخيزو همکاريو ته چمتودي .
دغه راز دوى  داسحق زو قوم دسراسري شورا له لارې هلې ځلې کوي چې په ځينو سيموکې دسولې دتحقق لپاره ديو عملي پروګرام په باب کار وکړي او هيله لري چې حکومت ددغه بهير ملاتړوکړي .
دهېواد اجراييه رييس داسحق زو قوم دشورادغړو دغوښتنو له اوريدو وروسته وويل  سوله دافغانستان دخلکو يوه هيله ده چې دسولې اوثبات دتامينولو لپاره  يوه اصلي اړتيا شميرل کيږي په همدې خاطر  حکومت داساسي قانون له مخې سولې ته درسيدو په لاره کې دهر راز سوله ئيز حرکت ملاتړ کوي  .
دهېواد اجراييه رييس  دشورا له غړو سره ژمنه وکړه چې ددغه قوم دستونزو دحل لپاره لازم اقدامات ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته