سیاست

تبصره

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
په هيواد کې له قانون څخه سرغړونه او زور زياتي چې هيواد د دموکراسۍ او قانون محورۍ په لور ګام اخلي ، په هيڅ نامه د زغم وړنه دى او په افغانستان کې داوسني نظام يوه اصلي دنده دعدالت تامينول دي چې بايد پاملرنه ورته وشي.
دباختر آژانس مفسر ليکي :
په وروستيو ورځو کې دجوزجان ،دننګرهار ولايت دخېوې او دنورو ځايونو دقضيو په شان پيښو دهيواد قضايي دستګاه او عدلي بنسټونه له آزمايښت سره مخامخ کړي دي او خلک هيله لري چې دغه بنسټونه خلکوته مناسب ځواب ووايي او ثابته کړي چې عدالت په افغاني ټولنه کې يو اصل دى او له هغه څخه سرغړونه نه شي کيداى .
دجوزجان له قضيې څخه دننګرهار خېوې ترپيښې پورې چې يوه زبرځواک ديوه کليوالي سړي دوه لوڼې يې په نکاح کړې دي په هيواد کې يې دعدالت دتامينولو په لاره کې يې يو نوى چلنج پيدا کړى دى ځکه په دغه شان قضيو کې بايد عدالت خپله لاره پيدا کړي چې د نظام ،امنيتي دستګاو او دعدلي او قضايي بنسټونو په نسبت دخلکو باور او اعتماد زيات شي .
ځکه دافغانستان په شان بحران ځپلې ټولنه کې ،عدالت يوه داسې کلمه ده چې لاتراوسه پورې يې خپل ځان نه دى پيدا کړى . دليل هم همدادى زياتره هغه کسان چې دجنايت او له قانون څخه دسرغړونې مسببين دي ،د زر او زور خاوند کسان دي او عدالت ته دهغوى راکښل سخت کار دى خو نه شو کولاى دلارې سختوالى دليل وبولو او دهغوى په ناوړو او جنايتکارانه کړنو او عملونو سترګې پټې کړو ، کيداى شي داسې تګلاره غوره کړو چې په پاى کې له قانون څخه هغه سرغړونکي چې زر او زور لري،عدالت ته وکاږو له دې پرته يواځې دعدالت ،برابرۍ او ددغه شان نورو کلمو په کارولو سره نه شو کولاى ځوريدلي او کړيدلي خلک قانع کړو.
خلک وايي کله چې نظام لرو او نظام هم دولسواکۍ او قانون محورۍ خبرې کوي نو د نظام يوه اساسي دنده دعدالت تامينول دى په داسې حال کې چې نن ورځ عدالت يوه لالهانده کلمه ده چې زيات تبليغاتي اړخ لري.
نن ورځ زموږ خلک که چيرې دهغو ظلمونو او جنايتونو له امله چې د طالبانو، دالقاعده او د داعشيانو له خوا دهغوى په وړاندې ترسره کيږي کړيږي ،سيمه ييز زبرځواکي او د قدرت خاوندان هم هغوى دومره ځوروي چې وسله وال طالبانو او نورې تکفيري ډلې زموږ په خلکو ترسره کوي چې کړاو يې خلک زغمي او يواځې د دولتي چارواکو او د نظام د مسوولينو قوي او لوړه اراده ده چې کولاى شي هغوى ته ځواب ووايي.
زموږ ځوريدلي او کړيدلي خلک دلوږې او بيوزلۍ زغم لري خو دخپل حرمت او عزت دې تر پښو لاندې کيدو زغم نه لري او هر هغه څوک چې ددغه شان ناروا زور زياتي مسوول وي بايد دخپلو عملونو سزا وويني او بايد په دغه شان حالاتو کې سياسي ملحظات په پام کې نه وي بلکې موخه دعدالت تامينول دي چې دعمري عدالت شعار په عملي توګه تطبيق شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته