کابل باختر دثور نولسمه :
دپروان ولايت دعالمانو شورا رييس شهيد شو .
دپروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد زمان مموزي باختراژانس ته وويل مولوي عبدالرحمن حنفي دپروان دعربي دارالعلوم په مدرسه کې دچاودنې له امله شهيدشو .
ده وويل : ددغې چاودنې له امله دغه راز ددغې مدرسې څلور تنه نور مسوولين ټپيان شوي دي . خو يوشمير رسنيو په دې مدرسه کې داوو تنو طالب العلمانو دټپي کيدو خبر ورکړى دى .
جنرال مموزي زياته کړه چې ددغې پيښې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى . ددغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى
2 د یوې دقیقې څخه لږ