امنیت

په غورکې دطالبانو له خوا دتښتول شويو ملکي وګړو دبرخليک په باب کوم خبرنه دې ترلاسه شوى

کابل  باختردلړم دمياشتې ٩ :
په داسې حال کې چې دطالبانو له خوا دغور ولايت د ديارلسوتنو اوسيدونکو له تښتونې څخه درې ورځې تيريږي؛ تر اوسه پورې دهغو دبرخليک په باب کوم خبرنه دې ترلاسه شوى .
دغورولايت ديارلس تنه اوسيدونکي  چې په فارياب ولايت کې د خونړۍ ځانمرګې پيښې د دوو تنو قربانيانو جنازې يې ليږدولې؛ دچارسدې ولسوالۍ په غلمين سيمه کې ديوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول.
عبدالغفار، هغه سړي چې وراره يي په دي پيښه کي دوسله والو طالبانو له خوا  تښتول شوي دي چې ددغه ځوان کورني دخپل زوي دبرخليک په باب انديښنه لري.
ده وويل  چې وراره يې له دولت سره  هيڅ اړيکې نه لرلې .
په همدې حال کې دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باختراژانس ته وويل چې ددغو تښتول شويوکسانو دموندلو لپاره دپوليسو پلټنې دوام لري .
دخطيبي دڅرگندونوله مخې، دغور امنيتي ځواکونو ددغو ديارلسو تښتول شويو کسانو دموندلو لپاره دپلټنې عمليات پيل کړې دي.
له بلې خوا ددغو تښتول شويو کسانو کورنيو هم له طالبانو څخه وغوښتل چې دغه بيګناه کسان ونه وژنې او خوشې يې کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته