امنیت

په بلخ کې دغير مسوولو سيمه ئيزو قوماندانانو ترمنح خونړې جګړه وشوه .

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
په بلخ ولايت کې ددوو غير مسوولو  قوماندانانو له يوبل  سره جګړه وکړه .
دقوماندان  علم خان ازادي او دقوماندان اسحق رهګذر  ترمنځ جګړه  له نن سهاره په شولګرې ولسوالۍ  کې پيل شوي  او هماغه شان  دوام لري .
ددغې پيښې  يو شاهد وايي چې په دې نښته کې  تراوسه پورې له دواړو  لورو  څخه  څو تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
لاتراوسه پورې ددغې نښتې انګيزه او علت معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته