امنیت

ديرش تنه وسله وال طالبان په کاپيسا کې ووژل شول .

کابل باختر د ليندى اوولسمه :
دکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګډو عملياتوپه بهير کې ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول  اته تنه ټپيان او پنځه تنه له وسلو سره ونيول شول .
په دغو عملياتو کې  څلور تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي.
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دغو عملياتو کې دغه راز يو شمير کلي  دوسله والو طالبانو  له شتون څخه پاک شوي دي .
دغه راز دپلټنې په بهير کې څلور مړي ، يو اګه اس ، يوه پيکا ، درې کلاشينکوفونه ، پنځه شارژورونه ، يوټوپک ،  يو بم غور ځوونکى اويوه ايکم مخابره په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي. او ددښمن دوسلو او مهماتو يوه ډيپو او يو تعليمي مرکز دړې وړې شوي دي .او څلور څلويښت ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
دغه راز دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په هغو کليو کې چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي دپوستو دجوړولو کار دوام لري .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته