امنیت

دبګرام پر هوايي ډګر راکټي بريد وشو

کابل –باختر دتلې ١٦
دبګرام په هوايي ډګرکې د ايساف دځواکونو پر پوځي مرکز دتوغنديو بريد وشو؛ خو ددغو بريدونو له امله د سر زيان نه دې اوښتې.
دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال زمري ناصري باختر آژانس ته وويل: اته توغندي پرون دبګرام دهوايي ډګر په شاوخوالګيدل دي.
ده زياته کړه: په دې راکټي بريدکې چې دهوايي ډګر دختيځ له دوه کيلومتري واټن دخنجرخيلو له سيمې شوى دى، چاته زيان نه دې اوښتې.
ناصري وسله وال مخالفين ددغو توغنديو دتوغولو عاملين بولي او وايي: امنيتي ځواکونه سيمې ته تللې دي او دهغو دعاملينو دموندلو او نيولو په خاطر يې پلټنې پيل کړي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته