سیاست

حامدکرزي له سي، ان ، ان سره په مرکه کې: موږ نشوکولي دتل لپاره اوپه دايمي توګه په نړيوالې ټولنې پوري اړوند پاتي شو اويا دنړيوالې ټولنې داوږو بار واوسو .

کابل باختر دسلواغي دويمه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دسي ان ان تلويزيون له خبريال سره په مرکه کې په ټينګار سره وويل موږ نشوکولي دتل لپاره او په دايمي ډول په نړيوالې ټولنې پوري اړوند پاتي شو او دنړيوالې ټولنې داوږو بار واوسو .
  دباختر اژانس دخبر له مخې دهيواد جمهور رييس ددغې مرکې په يوه برخه کې چې  په  ٢٠١٤ کال کې په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو دکمښت په نسبت يې دخلکو دانديښنې په باب خبرې کولي وويل زه په دې ذهنيت باندې په بشپړه توګه پوهيږم  خو زه په خپله له دې پلوه انديښنه نه لرم .
زه په دې خاطر ويره نه لرم چې دافغانستان امنيت به په خپله افغانان تامين کړي .
موږ نشو کولي دتل لپاره او په دايمي ډول په نړيوالې ټولنې پوري اړوند پاتي شو او يا دنړيوالې ټولنې داوږو بار واوسو .
  موږ بايد خپل امنيت په خپله تامين کړو اوبايد دخپل ژوندانه لارې چارې اوشرايط برابر کړو .
زه ډاډمن  يم  چې کولي شو داکار وکړو او دافغانستان خلک غواړي چې خپل دغه هدف ته ورسيږي .
  دجمهور رييس دغه څرګندونې هغه پيغام له ځان سره لري چې افغانان اوپه سرکې يې مسوولين درک کړي او په دې پوه شي چې په بهرنيانو پوري دايمي تړلتيا دافغانانو خود اراديت ته زيات زيان رسوي .
دهمدې  دليل له مخې دې چې جمهور رييس تل  دافغانانو د خود اراديت خبري کوي او هم غواړي چې افغانان بايد ددې هيواد داصلي وارثانو په توګه دلويشت لويشت  خاورې دفاع وکړي ټول په ښه  توګه پوهيږي چې افغانستان څو زره کلن تاريخ لري او دتاريخ په اوږدو کې دخپل هيواد دفاع  کړې ده اوهيڅکله ناټو او نورو په دې هيواد کې شتون نه درلود چې افغانانو ته يې دهيواد دساتنې درس ورکړي وي .
  جمهور رييس دغوره دودونو او ارزښتونو له مخې او دافغانستان دخلکو ميړانې او هيوادپالنې ته په پاملرنې  سره غواړي دافغانستان خاوره دافغانانو له خوا وساتل شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته