(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ښوونه او روزنه

پوهنې وزارت سرپرست: د اسلامي امارت یو له مهمو موخو د پوهنې پیاوړتیا او معیاري کول دي

کابل، د وږي ۲۰مه، باختر

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، دیني عالمانو او فرهنګي شخصیتونو هم شتون کې د سږ کال کانکور آزموینې له ممتازو زده کوونکو سره وکتل.

د یادې کتنې په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد وزارت د پلانونو او پروګرامونو په وړاندې کولو سره یې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت یو له مهمو موخو څخه د پوهنې د پیاوړتیا او معیاري کولو هڅې دي او دوی هلې ځلې کوي، چې د یوه ځواب ویونکي او متوازن ښوونیز نظام په رامنځته کولو سره خپلو هېوادوالو ته لازم پوهنیز خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي د قرآنکريم مبارکو آيتونو ته په اشارې سره، د اسلام د سپېڅلي دين له نظره د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: له بديو څخه د ټولنې د اصلاح او د هېواد د پرمختګ يوازينۍ لار ښوونه او روزنه ده.

دغه راز نوموړي د هېواد څلوېښت کلنې جګړې او بربادۍ ته په اشارې وویل: دا زموږ د ټولو ملي وجیبه ده ترڅو خپل وطن آباد او د قومي، سمتي او ژبني تعصبونو د له منځه وړلو ترڅنګ د توحید او اسلامي ورورولۍ تر بیرغ لاندې خپل هېواد د پرمختګ او ترقۍ په لور رهبري کړو.

ورپسې د هېواد فرهنګي شخصیت انجنیر صادق جعفري هم خبرې وکړې او د هېواد د بچیانو ښوونې او روزنې ته یې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه.

په ورته مهال، د کانکور دممتازو زده کوونکو په استازیتوب حافظ محمود، چې د کانکور په آزموینه کې یې لومړی مقام ګټلی و، د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه د نوموړي د ستاینې په تړاو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې به د معاصرو علومو په زده کړې سره د خپل هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې خپل ملي او اسلامي رول ولوبوي.

 د يادونې وړ ده، چې د سږ کال د کانکور په آزموينه کې حافظ محمود د لوړو نمرو په تر لاسه کولو سره لومړى، عباس دويم او عبدالباعث په ترتيب سره درېيم مقام خپل کړى دى.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا