امنیت

د ټينګو پولو تر عنوان لاندې عمليات ترسره شول

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
دټينګو پولو تر عنوان لاندې دملي اردو د منسوبينو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې په زابل ولايت کې پيل شوي دي؛ وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات چې پرون د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد د زابل ولايت د نو بهار اوشينکۍ  د ولسواليو په مربوطاتوکې پيل شوي و؛ دوام لري .
په دغو عملياتوکې دښمن ته د سر دروند زيان اوښتى دى او يوه اندازه درانده اوسپک جنګي وسايل  او درې سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او اته ماينونه هم کشف او ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې: دننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو دوه اتياملي متري توپ، څلور ميله سپکې وسلې، دوسايطو ضد لس ماينونه او په چاوديدونکو توکو بار يو موټر کشف او ترلاسه کړي دي .
دغه راز يوه اندازه مهمات چې په ٣٠٣  موټر کې دغزني ولايتدګيلان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ليږدول کيدل؛ دګرديز زرملې  ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينو له خوا کشف او شنډ کړاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته