
کابل / د چنګاښ ۲۲ / باختر
د بغلان د ولایتي شورا غړي د دغه ولایت پوځيان وستایل.
د بغلان د ولایتي شورا ریاست د خبري څانګې مسوول ذبیح الله یعقوبي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي هغه پوځيان او سرتېري چې د هېواد او د خلکو د دښمنانو پر وړاندې په میړانې سره مبارزه کوي او د هغو بریدونه له ماتې سره مخ کوي ، په نغدي مکافاتوسره وستایل.
د بغلان د ولایتي شورا رییس محمد صفدرمحسني وویل چې د بغلان ولایت استازي د پوځيانوترڅنګ ولاړدي او د هغوملاتړکوي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمرصفي الله محزون هم د پوځيانوله میړانې څخه یاد کړ او ويې ویل چې دوی له خلکو او هېواد څخه د دفاع په لاره کې تر یوې څاکې وینې چې په بدن کې لري مبارزه کوي.
-ع