امنیت

يوه څلورکسيزه تروريستي ډله په ننګرهارکې ونيول شوه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٣ :
د ملي امنيت لوى رياست موظفينو دطالبانو يوه څلورکسيزه تروريستي ډله په ننګرهار ولايت کې ونيوله.
دملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ.
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو د ننګرهار ولايت د غني خيلو ولسوالۍ  له مربوطاتوکې د عملياتو په بهيرکې د طالبانو دتروريستي ډلې سرګروپ په مصطفى مشهور ابراهيم د تاج ولي، نياز او سريع الله په نومونو له دريو تنو همکارانو سره يې چې د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو بوخت وو؛ له يوه ځانمرګي واسکټ ، يو کلاشينکوف ، يوې تومانچې ، دريو لاسي بمونو  او دکلاشينکوف له يوې اندازې ګوليو  سره ونيول.
د ننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په يوبل اقدام کې داحسان الله او عاصم په نومونه دوه تنه تاجکستاني اتباع  او د پروان ولايت اوسيدونکي رحم الله او حسين چې په اچين ولسوالۍ کې  يې د داعش له تروريستي ډلې سره د پيوستون نيت درلود؛ هدف ته له رسيدو  مخکې ونيول شول.     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته