ټولنه

له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د لړم  لسمه :
دپروان ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري رياست په دغه ولايت  دکندز دجګړو له امله له ٥٦ بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو او دنورو لومړنيو توکو مرسته وکړه .
په پارلماني چارو کې ددولت وزارت باختراژانس ته خبر ورکړ :دپروان ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري رياست له هرې کورنۍ  سره ٢٥ کيلووريجي  ،  ٢٤ ليتره غوړي ، لس کيلوبوره ، درې شړۍ  ، دوه پلاستيکي ترپالونه  ، ديوه پلاستيکي  فرش او دپخلنځي  دلوښو مرسته وکړه .
ديوبل خبر له مخې : دهرات ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري رياست دشينډنډ  ولسوالۍ له ٥٤ بې ځايه شويو کورنيو سره  دګذرې  په مربوطاتو کې د غنمو ، وريجو ، غوړيو ، بورې ، لوبيا ، او دژمنيو جامو مرسته وکړه
دغه راز دسي اي اس وي دي موسسې هم په دغوکورنيو دپخلنځي  لوښي وويشل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته