ټولنه

په بدخشان کې دترافيکي پېښې په پايله کې دوه تنه ووژل شول .

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
دبدخشان دفيض اباد_بهارک  دلويې لارې په اوږدوکې  په يوه ترافيکي پېښه کې دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دبدخشان  دامنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني باختراژانس ته وويل چې پرون ناوخته  يو سراچه ډوله  موټر  له پنځو سپرليو سره  چې له فيض اباد ښار څخه دبهارک ولسوالۍ  په لور روان و ،  دفيض اباد ښار په مربوطاتو کې په شورابک کلي کې  له يو  باروړونکي کاماز ډوله موټر سره  ټکر وکړ  چې په پايله کې يې دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
  د بدخشان دترافيکو مدير سياووش  حفيظي  ددغې پېښې علت دباروړونکي موټر چلوونکي  ګړندى تګ او بې احتياطي  وبلله .
  ختم-عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته