سیاستخبرونهاقتصادTOP

اوچا: افغانستان په راتلونکي میلادي کال کې څه د پاسه دوه میلیارده ډالره بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل، د مرغومي ۳مه، باختر

په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مسئولین وايي چې افغانستان په راتلونکي میلادي کال کې څه د پاسه دوه میلیارده ډالره بشري مرستو ته اړتیا لري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مرستیال آقا محمد زید خاطر، د دغه وزارت له سرپرست ملا محمد عباس آخند سره کتنه کې، ویلي دي: په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان ۲۳.۸ میلیونه وګړي چې د دغه هېواد له نیمایي نفوس څخه زیات دی؛ بشري مرستو ته اړتیا لري او د مدیریت لپاره یې ۲.۰۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړې چې (اوچا) به په ژمني پروګرام کې ۱۶ میلیونه کسانو ته بشري مرستې چې خوراکي توکي، ژمنۍ البسې، کمپلې، سون توکي او روغتیایي بستې پکې شاملې دي؛ د افغانستان په بېلابېلا سیمو کې پر اړمنو کسانو ووېشي.

د هغه په وینا، دغه بشري مرستې به پر هغو کورنیو ووېشل شي چې د وچکالیو له امله زیانمنې شوې او یا هم په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست هم په خپلو خبرو کې ویلي دي: د دې ترڅنګ چې خلک خوراکي او غیرخوراکي مرستو ته اړتیا لري؛ له ګاونډویو هېوادونو څخه په اجباري ډول ایستل شویو هېوادوالو او د پېښو له امله زیانمنو لپاره تر ټولو اساسي اړتیا د هغوی دایمي سرپناه ده چې هغوی ته د استوګنځایونو جوړولو او ترمیم په برخه کې پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې نفوس په بېلابېلو سیمو کې متفاوت دی، نو په همدې اساس د هغوی استوګنیزو سیمو ته په کتو سره یې د زیانمنتیا کچه هم متفاوته ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته