کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
په ننګرهار ولايت کې په يوه ترافيکي پيښه کې څلور تنه ووژل شول .
دغه پيښه نن سهار دجلال اباد تورخم دلويې لارې دسرخ ديوال په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه ،يوکرولا موټرچې سپرلۍ پکې وې له يوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ .
دننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې ترافيکي پيښه کې ديوې ښځې په ګډون څلورتنه وژل شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، کوچني کرولا موټر له بار وړونکي موټرسره له ټکر وروسته اورواخيست او ټول سپاره کسان داور په لمبو کې ستي شول .
په ننګرهار ولايت کې ديوه روغتيايي مرکز ډاکتران هم تاييدوي چې ژوره سوځيدنه ددغو څلورو تنو سپرليو دمړينې اصلي انګيزه ده .
دتورخم دلويې لارې دترافيکو مسوولينو دکرولا موټر دچلوونکي ګړندى تګ او بې احتياطي ددغې مرګانۍ ترافيکي پيښې اصلي انګيزه وبلله .
0 1 دقیقه لوستل