فرهنګ

دغزني دمراسمو دجوړولو دکميسيون وروستۍ غونډه جوړه شوه.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥
د اطلاعاتو او فرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په مشرۍ دغزني دمراسمو د جوړولو دکميسيون وروستۍ غونډه  پرون جوړه شوه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :  دغه غونډه چې د غزني دوالى موسي خان اکبرزاده ،  په ملي شورا کې د غزني دخلکو د  استازو ،  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دمعينانو ،  رييسانو او ديو شمير وزارتونو او همکارو مرکزونو داستازو په ګډون جوړه شوه  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين داسلامي ثقافت دمرکز په توګه دغزني دپرانستلو د مراسمو په باب د اړوندو ارګانونو داستازو دکار او فعاليت رپوټ واوريد او ويې ويل دلړم دمياشتې ديرشمه نيټه داسلامي ثقافت دپايتخت په توګه دغزني دکال د وروستۍ اوونۍ پيل دى چې
د  ٢٠١٣ کال دنوامبر دمياشتې له يوويشتمې نيټې سره برابره  ده .
دغه راز دغزني والي موسي خان اکبرزاده  دمراسمو دترسره کولو په خاطر ددغه ولايت دتياريو په باب خبرې وکړې او له همکارو مرکزونو څخه يي وغوښتل چې دغزني دمراسمو تر پيل پورې دې دخپلو نيمه کاره پروژه  کار بشپړ کړې .
په دې غونډه کې په دې ترڅ کې چې داړوند دمرکزونو استازو دغزني دمراسمو په باب خپلې نظريي او پيشنهادونه  وړاندې کړل پريکړ وشوه چې دغزني د ديوال دساحې  اړوندي ځمکې دې استملاک شى او ددغو سيمو اوسيدونکي دې نورو سيموته  وليږدول شي.
_  هر ولايت که چيرې وغواړي کولاى شي دمخورو، فرهنګي ،هنري او ورزشي شخصيتونو په ګډون پنځلس کسيز هيت له مراسمو څخه  دوه ورځې مخکې دغزني ولايت ته واستوي .  داسلامي ثقافت دمرکز شاوخوا ځمکې هيڅ شخص
يا کومې موسسې ته  ورنه کړاى  شي .
_  ملي ټلويزيون مکلف دى دغزني دمراسمو بهير په ژوندي ډول خپور کړي او دغو مراسمو ته د نورو  رسنيو ورتګ  آزاد دى .
په همدې  ډول په غونډه کې دغزني دمراسمو دښه پرمخ بيولو په خاطر څلور کميټې جوړې شوي چې تدارکاتي ، تشريفاتي ، فرهنګي او امنيتي کميټې پکې شاملې دي.
په همدې ترتيب دماليې له وزارت څخه وغوښتل شول چې دغزني د مراسمو لپاره دې د اړتيا وړ پيسې تدارک کړي .
دغونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  ستاين ليک د ډاکتر سيد مخدوم  رهين له خوا دغزني والى موسي خان اکبر زاده  ته ورکړ  شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته