فرهنګ

د پښتو ژبې د پياوړى شاعر غني خان په درناوي علمي-څيړنيز سيمينار جوړيږي

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په مشرۍ د پښتو ژبې د پياوړى او نوميالى شاعر غني خان د زيږيدنې د سلمې کاليزې په درناوي د علمي –څيړنيز سيمينار د جوړولو لپاره د تيارى دکميسيون دويمه غونډه جوړه شوه.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير په لنډو خبروکې وويل چې دغه وزارت د علمي او فرهنګي شخصيتونو په باره کې د علمي-څيړنيزو سيمينارونو دجوړولو په دوام داځلې په پام کې لري چې دفرهنګي شخصيت او د پښتو ژبې د پياوړى شاعر اوليکوال علمي څيړنيزسيمينارجوړکړي.
په دې غونډه کې چې په فرهنګي چاروکې دجمهور رييس دسلاکار وزير څيړونکى زلمي هيوادمل، د افغانستان دعلومو اکاډمې د ځينو غړو او د هيواد د علمي او فرهنګي شخصيتونو په ګډون جوړه شوه؛ څرګنده شوه چې دغه سيمينار دې د ١٣٩٣ کال د ثور دمياشتې په شپاړلسمه او اوولسمه نيټه په کابل کې جوړ شي او دخيبر پښتونخوا شاعر اوليکوالو ته دې هم دګډون بلنه ورکړى شي .
دغه راز پريکړه وشوه چې علمي کميسيون دې هغه مقالې او آثار چې په دې سيمينارکې لوستل کيږي چاپ کړي.
دغه کميسيون د څيړنپوه استادعبدالله خدمتګار بختاني په مشرۍ او د څيړندوى حبيب الله رفيع، عبدالفغور ليوال، څيړنپوه عبدالواجد واجد، زرين انځور او د پوهاند رازقي نړيوال په ترکيب جوړ شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته