سیاست

دامنيتي سند لاسليک دامريکا لپاره هم مهم دى .

کابل باختر دزمري شپږمه :
دافغانستان دبهرنيو چارووزارت ويندوى  نن څرګنده کړه چې دافغانستان لورى  دامنيتي تړون  دلاسليک کولو لپاره  هيڅ ضرب الاجل نه دى ټاکلى .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي  چې دامريکا دمتحده ايالاتو داردو لوى درستيز جنرال دمپسي په کابل کې له حامدکرزى سره له خپلو خبرو وروسته  اعلام وکړ چې ترراتلوونکو دريو مياشتو پورې دافغانستان او امريکا ترمنځ  دامنيتي همکاريو دسند دلاسليک په باره کې تصميم بشپړيږي .
دباختراژانس دخبر له مخې ، دافغانستان دولت دامريکا له متحده ايالاتو سره  دامنيتي همکاريو دسند په لاسليک کولو کې دافغانستان په ګوټ ګوټ کې دامنيت دتامينولو ، بيارغاونې او عامه سوکالي ته دپاملرنې او دقوي نظام دجوړولو غوښتنه کوي . د ډار اچونې  له منځه وړل  هغه څه چې داعاده کولو لپاره يې له اروپا او امريکا څخه پوځونه  افغانستان ته  راغلل خو له بده مرغه دلسو کلونو له تيريدو وروسته  معلومه شوه  چې لاتراوسه پورې  په دغو برخو کې پياوړي اداره  او جدي تصميم موجود نه و .
  په هر حال کله چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت  ويندوى وايي  دافغانستان دولت  ددغه تړون  د لاسليک کولو لپاره  کوم ضرب الاجل نه دى ټاکلى دده په خبره  دايو حقيقت دى . چې دافغانستان او امريکا ترمنځ  دامنيتي همکاريو دسند دلاسليک په باب خبرې ځنډول شوي دي . په هر حال دامنيتي همکاريو دسند لاسليک دومره چې دافغانستان خلکو ته  ارزښت لري  په هماغه اندازه دغه سند دامريکا لپاره  هم مهم دى .
په افغانستان کې دامريکاپخوانۍ سفير ډاکتر زلمي خليل زاد په هغې مقاله کې چې په واشنګتن پست ورځپاڼه کې خپره شوه  او په هغې کې طرحه شوه  چې ښايي  دامريکا او افغانستان ترمنځ امنيتي خبرې  نتيجې ته ونه رسيږي ددغه سند په ارزښت باندې دامريکا لورى ته پاملرنه کړې ده  او ليکلي يې دي  که چيرې دواشنګتن او کابل ترمنځ امنيتي تړون لاسليک نه شي افغانستان به  دسيمې دهيوادونو دسياليو په ډګر بدل شي او يوځل بيا به دامريکا کورنۍ امنيت دتروريزم له پلوه  وګواښل  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته