نړۍ

د فرانسې په کاله بندر کې دمهاجرينو دموقتو سيمو ويجاړول

پاريس ايرنا باخترد لړم د مياشتې  ٦ :
د فرانسې دکورنيو چارو  وزارت  ددغه هېواد په شمال کې دکاله دسيمې د ځنګل په نامه دپناه غوښتوونکو دسيمې ويجاړول په  رسمي ډول اعلام کړل.
دخبري منابعو دخبرله مخې : د فرانسې دکورنيو چارو وزارت تيره شپه اعلام وکړ چې  دچهارشنبې په ورځ د يوزرو درې سوه  اته څلويښتو تنو پناه غوښتوونکو په ليږدونې  سره   ټولوپنځه زره تنه پناه غوښتونکي له دغه  کمپ څخه ليږدول شوي دي .
دهمدې خبرله مخې ؛ په تيرو دريو ورځو کې   ٢٣٤ تنه پناه غوښتوونکي
ماشومان دفرانسې له کاله بندر څخه بريتانيا ته وليږدول شول.
دفرانسې  حکومت هغو پناه غوښتونکو ته چې  غواړي ددغه هېواد له لارې    ځانونه بريتانيا ته ورسوي د تيريدو اجازه نه ورکوي او له همدې امله يې دکاله په بندر کې دپناه غوښتونکو موقت  کمپونه رامنځته کړي دي  او له افغانستان ، عراق اودجنوبي سوډان په زرګونوتنه مهاجرين وخت ته په طمع دي چې  ځانونه داوبو  يا دمونشن دتونل له لارې  او دلاريو موټرو په واسطه  ځانونه بريتانيا ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته