خبرونهورزش

پښتون غږ راډیو په پکتیکا کې د کرکټ سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر

په پکیتکا ولایت کې د رسنیو لوبډلو ترمنځ د کرکټ پيل شوې سیالۍ د پښتون غږ راډیو په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیریت په نوښت او د پکتیکا د کرکټ بورډ په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت د رسنیو د پنځو( تلوسه راډيو، تعلیم الفرقان، پښتون غږ، ملي راډیو او اطلاعاتو او فرهنګ) لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې چې د پښتون غږ په بریا پای ته ورسېدې.

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد آمین حذیفه وايي، چې  وخت پر وخت به د رسنیو تر منځ د کرکټ او نورو مروجو لوبو سیالۍ ترسره کوي، څو له یو پلوه ځوانانو ته د لوبو په برخه کې کار شوی وي او له بله پلوه به په کې خبریالانو ترمنځ همغږي رامنځته شوې وي.

حذیفه زیاته کړه، چې له یادو سیالیو څخه یې موخه د ورزش وده او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو مخنیوی کول دي.

په ورته مهال بیا د پښتون غږ راډیو د کرکټ لوبډلې مشر محمد یاسین یاسین له مرکزي دولت او کرکټ بورډ ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې په پکتیکا کې د کرکټ او نورو لوبو لپاره د لوبو په اصولو برابر معیاري لوبغالي جوړ کړي.

دوی دغه راز له ولایتي ادارې، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، کرکټ بورډ او ورزشي چارو آمریت څخه غوښتنه وکړه چې د ځوانانو لپاره دې د کرکټ او نورو ورزشي لوبو سیالۍ جوړې کړي او د لوبو په برخه کې دې ورته لا زیاته او ځانګړې پاملرنه وشي.

د یادونې وړ ده، چې په پکتیکا کې د کرکټ لوبو لپاره د لوبو معیاري لوبغالی جوړ دی، خو لا یې هم چارې بشپړې شوې نه دي، لوبغاړي وايي ،هیله ده چې د چارو بشپړېدو ته به یې ځانګړې پاملرنه وشي.

شهاب،س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا