امنیت

دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٥
نړيوالو او افغان امنيتي ځواکونو دڅلرويشت ساعتو عملياتو په بهير کې دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
نړيوالو او افغان امنيتي ځواکونو يو لړ چاڼيز عمليات  د کونړ،ننګرهار، قندهار ، ميدان وردګو، فراه ، هلمند ،او د نيمروز، دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې په نتيجه کې يې دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، لس تنه  ټپيان او اووه تنه نوريې ونيول  شول.
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي هم دملي پوليسو دځواکونو لاسته وراغلي دي .
دغه راز ملي پوليسو د لغمان ، تخار او دکندز د ولايتونو له مربوطاتو څخه درې ايښودل شوي ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى شوي و کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته