امنیت

پوليسو يوه نجلۍ له انسان تښتوونکوڅخه ازاد کړه

کابل باختر د مرغومي څلورمه
  دکاپيسا ولايت پوليسو دوه تنه دانسان تښتونې په تور ونيول .
په دغو دوو تنو تور لګول شوي دي چې يوه شپاړس کلنه نجلۍ  يې دکاپيسا ولايت دکوهستان ددريمې برخې له ولسوالۍ څخه تښتولې ده .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون مرستيال باختر اژانس ته وويل  مير کلام اونصير احمد دغه نجلۍ دکوهستان ددويمې برخې دولسوالۍ دشيرک تيرک له ساحې څخه تښتولې وه چې نن دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول او تښتول شوې نجلۍ يوه امن کورته ليږدول شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته