
کابل، د غوایي ۱۵مه، باختر
د پکتيا پوهنتون مسوولين وايي، چې د رمضان جام تر نامه لاندې د زده کړيالانو ترمنځ فوټسال پيل شوې سيالۍ پای ته ورسيدې.
د پکتيا پوهنتون رئيس پوهنمل عبيدالله اخندزاده د ځوانانو ترمنځ ورته سیالۍ خورا مهمې یادې کړې او ویې ویل، هڅه کوي، چې په پوهنتون کې امکاناتو او وخت ته په کتلو سره لا نورې سيالۍ هم په لاره واچوي.
ورته مهال د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين زده کړيالانو ته د لوبو په اړه ويلي چې یوه مسلمان ځوان دنده ده، چې هر کار او کړنه د اسلامي اصولو په ړڼا کې ترسره کړي.
لمر