سیاست

ايزديار دامنيتي ځواکونو ميړانه وستايله.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
دمشرانو جرګې لومړي نايب محمد اعلم ايزديار پرون په فارياب ولايت کې دعامه نظم دکنډک دقوماندان سمونيار سيد آقا کاري رپوټ واوريد.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: سمونوال سيد آقا په فارياب ولايت کې دامنيتي حالات او ددغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د دولت دوسله والو مخالفينو پرخلاف دوګړنيو پاڅونونو د څرنګوالي په باب معلومات ورکړل او ويې ويل :- بايد د تروريستانو پرخلاف ددغو پاڅونونو ملاتړ وشي.
په مقابل کې دسنامجلس لومړي نايب له وګړنيو پاڅونونو سره په ملاتړ باندې دټينګار په ترڅ کې دامنيتي ځواکونو دندو دترسره کولو ،ميړانې او سرښندنو ستاينه وکړه.
دغه راز دمشرانو جرګې دويم نايب ډاکتر محمد آصف صديقي دامنيت دتامينولو،پوهنې،روغتيا او نورو برخو کې دستونزو په باب دلوګر ولايت ديو شمير مشرانو غوښتنې واريدې او ژمنه يې وکړه چې دحل لارې چارې به يې ولټوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته