(PS)خبرونه(PS)ټولنه

پکتيا کې د څه باندې ٣ ميليونو افغانيو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه

کابل، د غوایي ۱۵مه، باختر
د پکتيا کليو، بيارغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، چې د دې ولايت احمدخېلو ولسوالۍ اړوند سکندرخېلو سيمه کې د يونېسف په مالي لګښت د اوبو رسولو يوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د یادې شبکې د پرانیستلو په مهال د دغه ولایت د کليو، بیارغونې او پراختيا رئيس مولوي ميرزاجان صادق وویل، چې د يادې شبکې رغنيزې چارې د ۳.۴ ميليونو افغانيو په لګښت په اساسي ډول بشپړې شوې، چې په کې د یوې ژورې څاه کیندل، دوه د اوبو زېرمې، ۱۶ لمريزې برېښنا تختې او ۹۷ نل لیکو نصبول شامل دي، چې پرمټ یې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د تېر ۱۴۰۱ کال راهسې تر دې دمه د څښاک اوبو ١٢ شبکې جوړې شوې دي.
لمر،ځلاند

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا