سیاست

خلیلزاد: سولې ته د رسېدو لپاره ټولې خواوې سره نږدې شوي دي

نړيوالې خبري منابع باختردلړم دمياشتې٢١نيټه :  
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره ټولې خواوې سره نږدې شوي او تمه        ده ژر سولې ته ورسېږو.    
ښاغلي خلیلزاد پرون دغه خبره د جمعیت اسلامي ګوند له اجرائیه رئیس عطا محمدنور سره په لیدنه کې کړې ده.  
زلمي خلیلزاد ویلي چې د سولې د پروسې لپاره د کارکولو په هدف باید یو ټول مننونکې او واکمنه ډله رامنځته شي.   
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي له دې مخکې وړمه شپه له افغان جمهور رئيس اشرف غني سره هم لیدلي. 
ښاغلی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت دځانګړي استازي په توګه له ګومارل کېدو وروسته دويم وار دی چې افغانستان ته ځي او د سولې په اړه بحثونه مخته وړي.  د امریکاد بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به ترراتلونکو لسو ورځو له افغان چارواکو اوځینو نوروخلکو سره وګوري، څود افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره لار هواره شي. 
ښاغلی خلیلزاد چې مخکې هم له کابل څخه وروسته اسلام اباد، دوحې او متحده عربي اماراتو ته تللی و، دا ځلي به بیا همدغو ځایونو ته سفر کوي.    
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته