خبرونهورزش

پکتيا کې د ۱۳ ولایتونو تر منځ پاورلفټينک سیالۍ پیل شوې

کابل، د تلې ۱۲ مه، باختر

د پکتيا بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ۱۳ ولايتونو څخه ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينک يا وزن پورته کولو ملي سيالۍ پيل شوې.

د پکتيا بدني روزنې او ورزش رئيس قاري نورالرحمن تسکين باختر اژانس ته وويل، چې په دغه سيالو کې د پکتيا، پروان، فارياب، پکتيکا، نيمروز، کاپيسا، غور، جوزجان، هرات، تخار، سمنګان، خوست او کابل ولايتونو څخه ۱۱۰ ورزشکارانو ګډون کړی، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د دغه سيالۍ موخه د ورزشکارانو تشويق او ظرفيت لوړول ښودل شوي دي.

درد

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا