خبرونهاقتصادټولنه

پکتيا کې د ۲۴ ميليونو افغانيو په لګښت د دولتي ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې

 کابل، د تلې ۱۴مه، باختر

د پکتیا سیمه ییز مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د  ۲۴ میلیونو افغانیو په لګښت د یو شمېر دولتي ودانیو د رغولو چارې پیل شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو عمومي رئيس انجينر حميدالله حبيبي د پرانېستو مراسمو پر مهال باختر آژانس ته وويل، چې په دغو ودانیو کې د پکتیا امنیه قوماندانۍ، د امنیه قوماندانۍ شل بستریز روغتون، د پولیسو روزنیز مرکز او د يو شمېر ولسواليو ودانۍ شاملې دي.

حبيبي زیاته کړه چې د يادو ودانيو سربيره به په نږدې راتلونکې کې د ځانګړې قطعې ودانۍ چارې هم پیل کېږي.

سيدرضا ځلاند، ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا