
کابل، د وري ٣مه، باختر
د پکتيا د کلیو، بیارغونې او پراختیا رياست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوه شبکه جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د دغه شبکې د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي خان محمد احمد وویل، چې دغه شبکه د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۴.٧ میلیونو افغانیو په لګښت د يوسف خېلو ولسوالۍ په خیربین کلي جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
مولوي احمد زياته کړه، چې د یادې شبکې پرمټ یوه جومات، یوه ښوونځي او ٢٦٨ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
لمر/ شهاب