بهرنۍ رسنې/کب ۲۱مه/ باختر
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي:« موږ د مسکو هر حرکت ته ځواب ورکوو چې د ناټو هېوادونو پر وړاندې یې وکړي او دا د نړیوالې جګړې په معنا ده.»
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ په خپلې وینا کې وویل:« موږ د خپلو ګډونوالو په څنګ کې درېږو او په څرګند ډول یې وایم چې موږ د ناټو له هرې لویشتې خاورې دفاع کوو.»
بایډن ویلي چې په همدې موخه یې ۱۲۰۰۰ سرتېري د لتوني، استوني او رومانیا سرحدونو ته لېږلي دي.
د پنتاګون یوه چارواکي هم د اوکراین د ولسمشر او چارواکو تکراري غوښتنو په ځواب کې ویلي چې د الوتنې د منع کولو سیمې اعلان به د اوکراین پر سر د روسیې او ناټو ترمنځ د جګړې په مانا وي چې دا به د اوکراین په زیان وي.
له بلې خوا د روسیې دفاع وزیر سرګئی شویګو په خپلو خبرو کې ویلي: موږ خپلې موخې ته رسېدو پورې خپل نظامي عملیاتو ته دوام ورکوو او زموږ دنده د غربي هیوادونو د نظامي ګواښونو پر وړاندې د روسیې ساتنه ده.
احمدزۍ