(PS)خبرونه(PS)ورزش

پکتيکا کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

کابل، د زمري ۲۹ مه، باختر

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او خواجه خېلو ځوانانو له لوري د‌ مرکز ښرنې په خواجه خېلو سيمه کې د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کاليزې په وياړ، د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د پکتيکا د مرکز او ولسواليو لوبډلو سربېره، د پکتيا او غزني ولايتونو لوبډلو هم ګډون کړی، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو په لومړۍ ورځ دوې سيالۍ ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې مټاخان ولسوالۍ لوبډلې شمشېر لوبډلې ته د ۲۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه، همدا راز په دويمه لوبه کې پايندي کلا لوبډلې عمبر خېلو لوبډلې ته د ۲۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه د ازادۍ ورځې نمانځل او ځوانانو ته سالمې تفریح برابرول دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا