
کابل، د غوايي ۱۲مه، باختر
د پکتیا د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ۵ ولسوالیو کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ۶ شبکو د بیارغونې لپاره له پراختیایي شوراګانو سره قراردادونه لاسلیک شول.
د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه شبکې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۵.۷ میلیونو افغانیو په لګښت په احمد آباد، مېرزکې،اریوب ځاځي، احمدخېلو او څمکنیو ولسوالیو کې جوړېږي.
د مسوولینو په وینا، د دغو شبکو په جوړېدو به ۱۹۱۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
لمر