(PS)خبرونه(PS)ټولنه

پکتیا کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د غوایي ۱۳ مه ، باختر

‎پکتیا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون څلور تنه مړه او ١٠ نور ټپیان شوي دي.

‎د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د مرکز ګردیز اړوند حلیم کلا سیمه کې د بکسې موټر تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

‎نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان د پکتیا مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

‎لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا