خبرونهاقتصادټولنه

په بامیانو کې د نږدې ۲۹میلیونو افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ او یو کانال جوړ شول

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
د بامیانو ځايي چارواکي د دغه ولایت په مرکز کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۲۸میلیونو ۵۸۰ زره او ۸۰۰ افغانیو په لګښت یوه منځني ښوونځي ته د ودانۍ او یوه کانال د جوړولو خبر ورکوي.
د دغه ولایت مالي او تامیناتي مسوول محمد خان غازي باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولایت د چپ درې دواب منځني ښوونځي ودانۍ چې ۱۰ درسي خونې، ۴ اداري خونې، لابراتوار، لمریزه برېښنا، د سپورټ میدان او وسایل لري په دوو پوړونو کې د ۲۱ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
غازي زیاته کړه چې دغه راز د مرکز اړوند فولادي درې بامسرای سیمه کې د ۹۰۰ مترو په اوږدوالي یو کانال د ۷ میلیونو ۵۸۰ زره او ۸۰۰ افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړي وویل چې د یاد کانال پرمټ به ۱۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او هم به ترې ۸۵۰ کورنۍ ګټه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته