
کابل، د لیندی ۱۵ مه، باختر
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولین وايي، چې په کلني ډول د سياحتي او توريستي شرکتونو د جوازونو له درکه ۱میلیون افغانۍ عوايد راټول شوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی عمومي مدیرحبیب الرحمن حامد باختر آژانس ته وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره ۸ نویو سیاحتي او توریستي شرکتونو جوازونه ترلاسه کړي او د نورو جوازونو د نوي کولو چارې روانې دي.
د نوموړي په خبره، اوسمهال په دغه ولایت کې ۵۰ سیاحتي او توریستي شرکتونه فعالیت کوي.
سید رضا ځلاند، جهانیار