سیاست

تبصره : ملي وحدت ، زغم او ديوبل منل له اوسنيو شخړو څخه دوتلو يوازينۍ لاره ده

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١١:
دهېواد ، سيمې  اونړۍ  اوسنۍ  ګډوډ حالت  ، په افغانستان کې   ملت  جوړونه  يو  حتمي کار بللى دى  او يوازې دملي   وحدت ترسيورې لاندې دى چې موږ کولاى شو   له اوسني ناوړه  حالت څخه تير شو.
دباخترآژانس مفسرليکي:
افغانستان  دهغو  ناوړو انکشافاتو په شتون کې چې دسيمې او نړۍ  په  کچه رامنځته شوي دي لړځنده او ګډوډ حالت لري   حساسيت پارونکي  حرکتونه کولاى شي دغه حالت لاپسې  سخت اوبحراني کړي.
نن دافغانستان په ګوټ ګوټ کې   دايتلافونو  او غونډو د جوړيدو اوديوبل ترڅنګ ددريدو  اوله يوبل څخه  دبيلتون  خبرې اوريدل کيږي  اوپه ځينو  حالاتو کې دغه شان  حرکتونه دنظام  داصلاح اوپياوړتيا لپاره  ګټور دي اوپه ځينو مواردو کې کيداى شي حساسيت پارونکي اولړځنده وي.  خو هغه څه چې په اوسنيو حالاتو احوالو کې  ديوې اړتيا په توګه طرحه ده  دملي وحدت تامينول  ، زغم ، ديوبل منل  او دټولو دګټو پربنسټ  ديوبل ترڅنګ دريدل دي  چې په هېواد کې دملت جوړولو لپاره   لازياته  او ښه زمينه برابره شي .
ملي وحدت او ملت  جوړونه به  په رښتيني توګه هغه وخت رامنځته شي چې خلک اوهغه کسان چې  د خلکو درهبرۍ ادعا لري او ځان رهبر معرفي کوي  دملي وحدت دتامينولو په اړتيا اودهغه په مانا پوه شي او دغه انساني او اسلامي هدف ته درسيدو   لپاره  يو موټي شي .
په افغانستان ، په هغه هېواد کې چې    همدا اوس څه دپاسه شل تروريستي ډلې   د هغه له خلکوسره په  جګړه کې دي  دې ته اړتيا ده چې  دهغو مسئلو  په لټه کې و اوسو  چې  په هغو کې  ديوبل ترڅنګ دريدل  ، زغم او متقابل درک يو محوري بحث دى.
ديادونې وړ ده  چې  هر مشر  ، هر سياستوال  ، هر عالم او هر مخور تل ويلي دي  چې   دافغانستان  له منځه تلل دملي وحدت په نه شتون کې دي .  په داسې حال کې  چې دغه شان يونظر شتون لري ولي   شخصي  ، قومي ، سمتي  اوګوندي ګټې غوره والى  پيداکوي ؟
جمهوررئيس  غني يوځل په خپلو خبروکې تعصب  مصيبت وباله  ، هغه مصيبت  چې  کولاى شي ټولنه  دړې وړې کړي. نو دغونډو  او ايتلافونو  جوړول بايد دنظام لپاره  اصلاحي حرکتونه وي  نه دا چې  ديوې قوې   او يا ديوې حربې په توګه  دخلکو او دولت پروړاندې وکارول شي .
دافغانستان دولت پخوا  په وار وار ويلي دي  چې  دنظام  دسياسي انتقاد کوونکو اصلا حي نظريې مني  ښه به وي  چې په روان حالت   اوپه دغې اړتيا په پوهيدو سره    چې ملي وحدت داوسنيو ستونزو دحل يوازينۍ لاره ده بايد دنظام دپياوړتيا لپاره  چې  له بهرنيو لاسوهنو اوتيريو څخه نيولې له کورنيو توطيوسره مخامخ دى  دستونزو دحل کولو په  کار کې يو موټي شي او  هڅه او هاند وکړو چې اوسنۍ ستونزې په بحران بدلې نه شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته