
کابل، د وږي ۲۸مه، باختر
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د یوې جیودیزیکي شبکې جوړېدو چارې پیل شوې.
د یادې شبکې چارو د پيل پرمهال د دغه ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالروف سعید وویل، چې دغه شبکه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په معیاري ډول جوړېږي او په پلان کې ده، چې په راتلوونکې کې د دغه ولایت په مرکز ګردېز او ټولو ولسوالیو کې ۳۰ نورې جیودیزیکي شبکې جوړې شي.
سعید زیاته کړه، چې دغې شبکې جوړېدو ته زیاته اړتیا وه، او د اسلامي امارت په نوښت د جیودیزیکي دا شبکه د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې جوړېږي.
ورته مهال د کرنې اوبو لکولو او مالدارۍ ریاست د جیودیزیکی برخې انجینر شریف الله ځلاند وايي، چې دغې شبکې څخه به په راتلوونکې کې د ټولو ساختماني پروژو، سړک، پلونو، اوبو بندونو، کانالونو او نورو تجارتي او استوګنیزو ساختمانونو په معیاري ډول جوړېدو کې به ترې ګټه اخېستل کېږي.
باید وویل شي، چې د جیودیزیکي دغې شبکې نمونې به د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په واک کې ورکول کیږي.