(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

پکتیا کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت له مرکز څخه پيل د غزني ولایت پر لور د سړکونو د دواړو لوریو د ویالې جوړولو چارې پيل شوې دي.
د ګردېز ښاروال مولوي سید نظیم مزمل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه پروژه کې به د سړک څنډو کې ویالې د ۳،۵ کیلو متره په اوږدوالي، یو متر ژوروالي او ۷۰ سانتي سور په درلودلو سره په اساسي ډول جوړ شي.
مزمل وویل، چې د دغې پروژې ټول لګښت د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په دغې پروژې کې ۱۵۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمينه هم برابره شوې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا