TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې وړاندیزونه او متضاد دریځونه

– کابل / د کب ۱۸مه / باختر
د سولې په اړه په دغو وروستیو څو ورځو کې بیا خورا تاوده بحثونه راټوکېدلي دي. زلمي خلیل زاد کابل ته په خپل وروستي سفر کې نوې طرحه راوړې وه او دا طرحه یې د افغانستان له مشرتابه او همدارنګه یو شمېر سیاستوالو سره شریکه کړې ده. همدارنګه د امریکې متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جمهوررییس محمد اشرف غني او ډاکټرعبدالله عبدالله ته هم جلاجلا لیکونه رااستولي دي. اوس ټول بحثونه د دغې طرحې او دغو لیکونو په اړه دي. هرڅوک دا طرحه او لیکونه له خپل لیدلوري څېړي او په اړه یې قضاوت کوي. لکه د نورو ګڼو مسالو په اړه هم د تایید نظرونه شته او هم د رد.
د باختر آژانس مفسر د سولې نویو وړاندیزونو او همدارنګه په دې اړه متضادو دریځونو ته کتنه کړې ده او لیکي:
د افغاني ټولنې یوه ځانګړنه دا ده چې له بده مرغه دا ټولنه له سیاسي پلوه ډېره متحده او یو موټی نه ده؛ بلکې ډېره پاشلې ده. په ټولنه کې خورا ژور سیاسي درز لوېدلی دی او له دې امله یو توافق ته رسېدل هم په کې ګران دي. که په ټوله کې اوسنۍ افغاني ټولنه راواخلو او پر دوو لوریو یې ووېشو چې یو لوری جمهوریت دی او بل لوری امارت. هغوی چې د جمهوریت تر چتر لاندې سره راټول دي او د نظام پلویان هم بلل کېږي او د دغه نظام د ژغورلو او ساتلو چغې هم وهي؛ دوی هم سره متحد او یوموټی نه دي. موږ د کلمې په رښتینې مانا سیاسي ګوندونه نه لرو، داسې ګوندونه چې ملي وي او د خلکو له باوره برخمن وي. یو شمېر ډلو ځانونه په عدلیې وزارت کې د دغه او یا هغه ګوند په نامه راجستر کړي دي؛ خو دوی ته سیاسي ګوند ویل کېدای نه شي او خلک هم پرې باور نه کوي. په ګوند کې د یو پروګرام او برنامې خبره مطرح ده او د ګوند ټول غړي د ګوند د پروګرام د عملي کولو لپاره کار کوي؛ خو اوس زموږ په سیاسي ډګر کې د پروګرام او برنامې څرک نه تر سترګو کېږي. زموږ سیاست د معاملو پر بنسټ ولاړ دی. که څوک له چا سره ملګری کېږي نو د پروګرام لپاره نه ملګری کېږي او نه د پروګرام پوښتنه کوي؛ بلکې د مقام، څوکۍ او نورو مادي امتیازاتو پوښتنه او غوښتنه کوي. دوی ځانونه لیلام ته وړاندې کوي او وایي له هغه چا سره ملګري کېږي چې ښه مقام او څوکۍ ورکړي، ښه موټر او کور ورکړي او نور ښه مادي امتیازات ورکړي.
اوس موږ د واک څو مرکزونه لرو: یو خو رسمي مرکز دی چې هغه دولت دی او د دولت درې ګونې قواوې. دا مرکز په اساسي قانون کې تعریف شوی او جمهوررییس د دولت مشري کوي. له بده مرغه د دغه رسمي مرکز ترڅنګ نور ګڼ مرکزونه شته چې له قانوني پلوه هېڅ راز جواز او مشروعیت نه لري؛ خو دا مرکزونه فعال دي او یو هم نه دی؛ بلکې ډېر دي. کله چې کومه رسمي غونډه وي او ویناوال د دغو مرکزونو د مشرانواو مسوولانو نومونه اخلي؛ نو یوازې نومونه اخیستل یې څو دقیقې وخت نیسي. په دغه راز حالت کې د یوې طرحې په اړه نظرونه هم زیات وي. که څوک کوم ځانګړی نظر هم ونه لري؛ خو د دې لپاره چې ځان د نورو سیال کړي او ترې کم رانه شي، یو نظر څرګندوي او یو دریځ غوره کوي. څرګنده ده چې په دغه راز حالت کې یو توافق ته رسېدل ګران دي، ښایي ناشوني نه وي؛ خو وخت نیسي، خورا ډېر وخت نیسي.
د سولې په اړه هم موږ له ورته حالت سره مخ یوو. نړیواله ټولنه او همدارنګه افغان ولس د ګړندیو ګامونو غوښتنه کوي؛ خو دلته سیاسي ناندرۍ وخت نیسي. منو چې د سولې په برخه کې باید احساساتی چنلد ونه شي، باید په ډېر احتیاط ګام واخیستل شي، د هرې طرحې بېلابېل اړخونه باید وسنجول شي، د افغانستان ملي ګټې باید په پام کې ونیول شي، د افغان ولس غوښتنې باید په پام کې ونیول شي، د جمهوریت ارزښتونه باید تضمین شي؛ خو له دې سره جوخت باید اجماع ته رسېدل هم خوځښت ومومی او سیاستوال له خپلو شخصي ګټو تېر شي او لوړو ملي ګټو او د افغانانو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته