امنیت

په کندز کې دوسله والو طالبانو دډلې دسيمه ئيزو قوماندانانو وژل کيدل

کابل باختر دلړم دريمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان دهغوى ددريو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون پرون  دکندز ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٠٩ ٢شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ دنواباد په کلي کې دهوايي بريدونو له امله وژل شوي دي .
په وژل شويو کسانو کې په کندز ولايت کې دسيمه ئيزو طالبانو مشهور قوماندانان ملامحمد جان ، مولوي انور او ملا نور اغا شامل دي .
  ده زياته کړه چې  په دغو بريدونوکې دوه تنه نور طالبان ټپيان شوى او دهغوى دوه مهمې   قرارګاوې  له دريو  کلکو سنګرونو اوله يوې ليږدونکې واسطې سره ويجاړې شوې دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته