اقتصاد

د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د ودانۍ جوړولو په ګډون ۱۴ تدارکاتي موارد منظور شول

کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې ترسره شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د ۱۵ تدارکاتي موارد د بحث او ارزونې په پایله کې له یو میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۴ تدارکاتي موارد منظور شول.
په کابل کې د ښځو زندان د پخوانیو بلاکونو د ترمیم پروژې قرارداد او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د ودانۍ جوړول؛ د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۸۰۸ زون اړتیا وړ وچې ډوډۍ د تهیې او تدارک قرارداد؛ د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر لوی ریاست او د چارو ادارې لوی ریاست اړتیا وړ دوه ډوله تېلو او مبلایلو د تدارک پروژې دوه قراردادونه او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې اړوندګلخانې ماڼۍ د فن کویل (ګرمولو او سړولو) سیستم تدارک پروژې قرارداد کمېسیون منظور کړ.   
د افغانستان داسلامي جمهوریت ريیس په دې غونډه کې همداراز د تدارکاتو عمومي پروسو کې داوطلبانو ته د سالمې سیالۍ زمینې په برابرولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې تدارکاتي بنسټونه مؤظف وبلل او ټولو تدارکاتي بنسټونو ته یې لارښوونه وکړه چې پخپلو منځو کې د همغږۍ زیاتولو لپاره جدي هڅې وکړي. 
په دې غونډه کې د کمېسیون پر غړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ په ګډون ملي او بین المللي څارونکو، د مشرانو جرګې استازو، د غوڅ ملاتړ سیستکا ادارې استازو او د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي څارونکي  (سیګار) هم حضور درلود.#
پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته