سیاست

دشهيد د اوونۍ او دهيواد دملي اتل دڅوارلسم تلين درناوى دهغو ميړنيو د عظمت يادونه ده چې په مينې سره يې دهيواد په لاره کې ځانونه قرباني کړي.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٩
دشهيد د اوونۍ او دهيواد دملي اتل دڅوارلسم تلين درناوى دهغو ميړنيو د عظمت يادونه ده چې په مينې سره يې دهيواد په لاره کې ځانونه قرباني کړي.
دباختر آژانس خبريال ليکي: افغانستان دتاريخ په اوږدوکې دخونړيو ټپونو شاهدو چې پراختيا غوښتوونکو او امپراطوري غوښتوونکو ورباندې لکولې دي . دافغانستان معاصر تاريخ هم له دغو ټپونو څخه خلاص نه دى . دغه ملت تراوسه پورې له سرو ځواکونو سره دجګړو دشهيدانو وينې نه دي پاکې کړي او ټپونه يې نه دي درملنه کړي چې دسيمې دسيسه کارو د طالبانو په نامه بله توطيه جوړه کړه چې ژرخيلو سيمه ييزو هدفونو ته ورسيږي خو ددغه هيواد بچيانو د طالبانو د طاغوتى رژيم په وړاندې بيا هم دخپلواکى بيرغ اوچت کړ،خپلې وينې يې تويې کړې خو دخپل هيواد دخپلواکۍ ،عزت او عظمت څخه يې دفاع وکړه.
دافغانستان دخپلواکۍ او عظمت د دفاع په لاره کې دهيواد دملي اتل شهيد احمد شاه مسعود رول بې سارى دى .
هغه دنفس په عزت،په ايمان او انساني صلاحيت باندې په ډ ډې لګولو سره په دوو يرغلګرو بريالى شو خو دغه برياليتوبونه ټپي دښمن، توطيې ته اړ کړ تر څو هغه يې شهيد کړ.
په هرحال مسعود يواځې دجګړې ميړنۍ نه و،مسعود دسولې ،فرهنګ ،ادب ،ميړنۍ دمظلومو خلکو خدمتګار او دخپل هيواد په خپلواکۍ مين و . او په دې لاره کې يې خپل هيواد سر ورکړ هغه د آزاد سوکاله او خپلواک افغانستان هيله درلوده، هغه افغانستان چې په نړۍ کې د ټولنيز عدالت مثال وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته