روغتیا

د روغتيايي علومو د پنځو انستيتونوفعاليتونه وستايل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
د روغتيايي علومو يوشمېر خصوصي انستيتونه دعامې روغتيا وزارت له خوا  وستايل شول.
د شهيد سردارمحمد داوودخان ، رحمن  زي، ملي او فارابي او د جوزجان ولايت د آسياى جديد د روغتيايي علومو انستيتونه د محصلانو د تدريس لپاره  د مناسبو لارو چارو د نيولو او د عامې روغتيا وزارت د مقرراتو د ښه رعايتولو په نسبت  د دغه وزارت له خوا وستايل شول.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله په کابل کې جوړه شوې وه؛ د عامې روغتيا وزارت معين ډاکترعبدالبصيرسروري  وويل چې په دې وروستيو وختوکې دغه وزارت په مرکز او ولايتونوکې د روغتيايي علومو د خصوصي انستيتونوله فعاليتونوڅخه څيړنه وکړه او ددغو څيړنو نتيجو وښودله چې دغو انستيتونو د عامې روغتيا وزارت  مقررات رعايت کړي دي .
ده دغه راز څرګنده کړه: د دغو څيړنو د نتيجو له مخې هغه اووه انستيتونه چې د دوى په فعاليتونوکې نيمګړتياوې موجودې وې؛ د هغو متصديانو ته خبردارى ورکړ شو چې خپلې نيمګړتياوې لرې کړي.
د هېواد په کچه د روغتيايي علومو څه ناڅه ٨٠ خصوصي انستيتونه فعاليت کوي او د انستيزۍ، درمل جوړونې، طبي تکنالوجۍ، نرسنګ، قابلګۍ او د غاښونو د پروتيز په  څانګوکې د ليسو فارغانو ته  د دوو کلونو په موده کې زده کړه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته